خبرونهاقتصاد

دولس ميليونه ډالر ليلامېږي

کابل/ د کب ۲۵ مه/ باختر

مرکزي بانک ١۲ ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري.

د دغه بانک په ليک کې چې باختر آژانس ته استول شوى دى؛ ويل شوي دي: د افغانستان بانک د روان کال د کب په ۲۶ نېټه د  پنجشنبې په ورځ، ١۲ ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.

په شرايطو برابر صرافانو او تجارتي بانکونو ته بلنه ورکول کېږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

د يادونې وړ ده چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته