امنیت

نهه تنه داعشيان ووژل شول

جلال آباد باختر دزمري دمياشتې ديرشمه   :
نهه تنه داعشيان په ننګرهارولايت کې د هوايي بريد په بهيرکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه په اچين ولسوالۍ کې بريد وشو.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: دغه داعشيان په خپل پټنځي کې د يولړ  ډار اچوونکو بريدونوپه سازمان ورکولو بوخت وو چې پرې بريد وشو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دې هوايي بريدکې نهه تنه داعشيان ووژل شول.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلوڅلور ډيپوګانې په ننګرهار ولايت کې کشف شوې.
دغه ډيپوګانې د اچين او کوټ په ولسواليوکې دطالبانو او داعشيانو په پټنځايو کې ساتل کيدې.
د افغانستان په ختيځ کې يوه پوځي مقام باختر آژانس ته وويل چې له دغو ډيپوګانو څخه په لسګونوسپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته