سیاست

حامدکرزي د بريتانيا له صدراعظم سره ټيلفوني خبرې وکړې

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٢ :
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي  د ډنمارک په وخت پرون مازيګر د بريتانيا له صدراعظم  ډيويدکامرون سره  ټيلفوني خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې ټيلفوني اړيکه کې دواړو لورو دبلجيم په پايتخت بروکسل کې د افغانستان ، پاکستان او امريکا د درې اړخيزې غونډې او د هغو پرمختياوو په اړوندخبرې وکړې چې په دې لاره کې رامنځته شوې دي .
دغه راز حامدکرزي دهغو دريو تنو بريتانوي عسکرو د وژل کيدو په خاطر  چې په دې وروستيو وختوکې په هلمند ولايت کې ووژل شول، دخپلې ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب ښاغلى کامرون او دده له لارې د وژل شويوعسکرو کورنيو ته څرګندکړل .
په مقابل کې د بريتانيا صدراعظم ډيويدکامرون هم دهلمندولايت دسولې د شورا رييس معلم شاه ولي خان د شهادت په خاطر چې د تروريستانوله خوا د ښخ کړاى شوى ماين د چاودنې له امله شهيد شو؛ د خپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي ته  څرگندکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته