ښوونه او روزنه

ډاکټر محب د افغانستان امریکايي پوهنتون د محصلانو د فراغت په مراسمو کې: د امریکا له متحده ایالاتو او نورو نړیوالو متحدینو سره زموږ همکاري د وینې، زیار او قربانیو پر اساس جوړه شوې ده

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ٣۱مه
د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د افغانستان امریکايي پوهنتون د محصلانو د فراغت په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د ملي امنیت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
هغه محصلانو ته د مبارکۍ د ویلو ترڅنګ وویل، د افغانستان امریکايي پوهنتون د نسلي تغییر د لید لوري تحقق لپاره د جمهور رییس غني له هغه لید لوري سره چې ځوانان د هېواد د ابادۍ لپاره اړینه اړتیا او ځواکمن قدرت دی، مرسته کوي.
ډاکټر محب څرګنده کړه چې د انکشاف او بیا رغاونې د بهیر په جریان کې موږ د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا د متحده ایالاتو له همکاریو څخه مننه کوو.
هغه وویل، د امریکا له متحده ایالاتو او نورو نړیوالو متحدینو سره زموږ همکاري د وینې، زیار او قربانیو پر اساس جوړه شوې ده. دغې ګډې همکارۍ د افغانستان امریکايي پوهنتون په ګډون زیاتو اسانتیاوو او امکاناتو ته زمینه برابره کړې ده.
ډاکټر محب زیاته کړه، دغه پوهنتون پر دې حقیقت شاهدي ورکوي چې له ستونزو سره سره او هغه ننګونې چې زموږ پر مخ پرتې دي، د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو همکاري همدا شان ټینګه ده او زموږ هېوادونه د کلیدي متحدینو په توګه له مشترک لید لوري، د هېواد د هوسا او سوله ییزې راتلونکې لپاره فکر کوي. دواړه هېوادونه د پوهنې او پرمختګ په ګډون د مشترکو ارزښتونو په تحقق باور لري.
ډاکټر محب وویل، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د هغه افغانستان لپاره جګړه کوي چې په هغه کې افراد، قومونه او جنګسالاران د ژوند تګلاره تعیین نه کړي، بلکې د هغوی پر ځای خپله خلک د ولسواکه بهیرونو له لارې خپل برخلیک وټاکي. دغه چاره افغانستان کې د تل پاتې سولې اړوند د جمهور رییس غني له لید لوري سره یو شان ده، هغه لید لوری چې په هغه کې ټولنیز او ساختاري تاوتریخوالی پای ومومي او ځای یې عزت او هوساینه ونیسي.
هغه فارغانو ته په خطاب کې وویل: تاسو د رهبرۍ مسوولیت پر غاړه لرئ؛ هغه رهبري چې په نورو اغېز ولري. تاسو د افغانانو د نوي نسل په توګه چې د تېرو دوو لسیزو د مثبتو بدلونونو استازولي کوي، له خطاب سره مخ کېږئ. د هېواد د ګټو، سولې او هوساینې لپاره له ټولو قیدونو او بندونو لرې هېواد ته خدمت وکړئ.
ډاکټر محب همدا راز وویل، حکومت د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو ښوونکو بېرته خلاصون لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته