امنیت

دوه تنه ديوې ميرمنې دوژنې او سوځولو په تور ونيول شول.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٣٠
دوه تنه ديوې ميرمنې دوژنې او دسوځولو په تور په ننګرهار ولايت کې ونيول شول.
پوليس وايي چې نيول شوي کسان ددغې ميرمنې ميړه او خسر دي ځوانې ميرمنې شيبا ته تيره شپه په بهسودو ولسوالۍ کې دخپل ميړه په کور کې اور واچول شو.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندان وياند حضرت حسين مشرقيوال دبآختر آژانس خبريال ته وويل: امنيتي مامورينو ددغې ميرمنې ميړه او خسرنيولي دي .
تراوسه پورې ددغې ځوانې ميرمنې دوژنې او سوځولو علت روښانه نه دى .
پوليس دپيښې په باب څيړنه کوي.
ديوبل خبرله مخې: شپاړلس تنه دبيلابيلو جرمونو دترسره کولو په تور په ننګرهار ولايت کې ونيول شول.
پوليس وايي په نيول شويو کسانو دغلا، وژنې ، دنشه يي توکو د پلورنې او په تروريستي ډلو کې دغړيتوب تورلګول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته