امنیت

کابل دځانګړو امنيتي تدبيرونو ترپوښښ لاندې نيول شوى دى

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٣نيټه :
د کابل ولايت امنيه قوماندان وايي  سره له دې چې داختر په ورځو کې به  د دواړولورو ترمنځ اوربند ټينګ وي  خوبيا هم  کابل له امنيتي ګواښونوسره مخامخ دى .
دکابل ولايت امنيه قوماندان  جنرال محمدداوود امين چې دباختر آژانس له خبريال سره يې خبرې کولې  وويل ؛  سره له دې  چې داختر په ورځو کې  ددولت  اوطالبانو ترمنځ اوربند وي  خوپايتخت دغه راز له امنيتي ګواښونو سره مخامخ دى.
جنرال امين زياته کړه  چې دهر راز چلنج او له  احتمالي خطر سره دمقابلې په مقصد په کابل کې  امنيتي ځواکونو  امنيتي پروګرامونه ترلاس لاندې نيولي دي  چې امنيتي تدبيرونه په  ډيره لوړه کچه کې دي .
ده کابل ښاريانو ته ډاډ ورکړ  چې  امنيتي ځواکونو په کابل اودکابل ښار په شاوخوا زيانموونکي سيمې تر پوښښ لاندې نيولي دي.   .                                      ګڼ ميشتې سيمې  ، جوماتونه ،  مقدسه  اماکن اوتفريحي ځايونه تر امنيتي پوښښ لاندې نيول شوي دي  .                                                                     
ده دامنيتي پروګرامونو دتحقق لپاره دخلکو همکارۍ مهمې وبللې او دکابل له خلکو څخه يې وغوښتل چې   دهرې مشکوکې پديدې په ليدو  سره  دې دپوليسو نږدې پوستې او يا  ١١٩  شمير سره اړيکه ونيسي.
جنرال امين دغه راز وويل ؛  چې له پټاقيو او داور له توليدونکو وسايلو   څخه استفاده منع ده او دسيمې مشران او ميندې اوپلرونه دې متوجه و ي  چې دماشومان  او تنکي ځوانانو  له دغه شان وسايلو څخه  په استفادې سره   دنورو دځورونې سبب نشي .                                                                                  
ده  هغو هټي والو ته چې ددغه شان وسايلو  په پلورنې لاس پورې کوي خبر دارى ورکړ او ويې ويل  هغه هټۍ وال چې دغه شان کار وکړي ور څخه به  پوښتنه وشي .دغه راز دکورنيو چارو وزارت وياند وايي ؛  چې دهيواد په  کچه امنيتي تدبيرونه ترلاسه لاندې نيول شوي د ي او دامنيتي ځواکونوله  هر راز احتمالي چلنج  اوپيښې سره دمقابلې لپاره  چمتو دي  .  پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته