امنیت

دچهار آسياب ولسوالۍ خلکو درايي ورکولو په مرکز کې ليکه جوړه کړې ده.

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٤
دکابل ولايت دچار آسياب په ولسوالۍ کې هم دسهار په پيل کيدو سره دسيمې اوسيدونکو درايي ورکولو مرکزونو ته مخه وکړه چې د خپل نظر وړ نوماند ته رايه ورکړي .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې، دچار آسياب ولسوالۍ دملالۍ شهيد دښونځي د رايي ورکولو په مرکز کې خلک په ليکه کې و لاړ دي چې دخپل نظر وړ نومان ته رايه ورکړي.
يو تن رايې ورکوونکي وويل چې جدي امنيتي تدبيرونه د دې سبب شوې دي چې خلکو دسهار په پيل سره د رايي ورکولو مرکزونو ته مخه وکړي او دخپل نظر وړ نوماند په ګټه خپله رايه وکارول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته