ټولنه

د رستاق بې ځايه شويوکورنيو ته د استوګنې ښارګوټى جوړيږي

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
د تخار د والي ويندوى وايي چې ددغه ولايت د رستاق له ولسوالۍ څخه په يو سلو اتلسو بې ځايه شويوکورنيو د استوګنې د نمرو د ويشلو په خاطر د استوګنې د ښارګوټى جوړول په پام کې نيول شوي دي.
د تخار د والي ويندوى سنت الله تيمور د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د استوګنې دغه ښارګوټى په دشت قلعه او يا د رستاق په ولسوالۍ کې په نږدې راتلوونکي کې جوړيږي.
ده زياته کړه: په پام کې ده د دولت له بودجې څخه درې سوه ټنه اوړه او يو ټن وريجې هم زيانمنو شويو او بې ځايه شويو کورنيو ته برابرې شي.
د رستاق په ولسوالۍ کې١٢٠کورنيو د ځمکې ښويدنې له امله خپل کورونه له لاس ورکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته