امنیت

اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٦ :
امنيتي ځواکونو د هيواد په بېلابېلو ولايتونوکې يولړ امنيتي فعاليتونو ترسره کړل  چې له امله يې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي چې امنيتي ځواکونو د زابل، ارزګان، غزني، پکتيکا او د پکتيا د ولايتونو په مربوطاتوکې يولړ امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول، شپږ تنه ټپيان او يو تن يې ونيول شو.
په دغو عملياتوکې يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته