کابل باختر د چنګاښ شلمه :
پنځه ديرش تنه بنديان نن په بغلان ولايت کې له بند څخه آزاد کړى شول .
دغه بنديان د کوچني اختر د درناوي په مناسبت د جمهوري رياست ديوسلو پنځه شپيته ګڼې فرمان له مخې له بند څخه آزاد شول .
دبغلان ولايت د لوى جيل مديرسمونوال عبدالعظيم دباختراژانس خبريال ته وويل: ددغه فرمان په تطبيقولو سره د شپږو تنو ښځو په ګډون ٣٢ تنه بنديان له بند څخه آزاد او د پنځوسو تنو نورو د بند په موده کې تخفيف راغلى دى .
ده زياته کړه: همدا اوس د پلخمري په جيل کې دپنځه ديرشو تنو ښځو په ګدون ٦٥ تنه بنديان په جيل کې دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ