امنیت

په لغمان کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو ملي ورځ ونمانځل شوه

کابل_باختر د کب د مياشتې٧مه
په لغمان ولايت کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو ملي ورځ د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه
باختر آژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي:
ياده غونډه د سلطان غازي بابا په ښارګوټي د حامد کرزي د غوڼدو په تالار کې جوړه شوې وه چې د لغمان پر والي سر بيره د لومړۍ پلې لېوا قوماندان، په ولسي جرګه د لغمان د خلکو استازی نقيب الله محبت، امنيې قومندان، د ولايتي شورا استازو، د ملکي ادارو مسولينو، علماوو، د مرکز مهترلام سربيره د الينګار، اليشنګ، دولت شاه، بادپښ او قرغيو ولسوالۍ قومي مشرانو، ځوانانو او يو شمېر ښځينه و په کې ګډون کړی و.
په پيل کې ديني عالم مولوي عبيدالله الکوزي د خپلو خبرو په ترڅ کې د ملي امنيتي ځواکونو د ميړانو د ستايلو ترڅنګ د دوی د قربانيو قدرداني وکړه، نوموړي وويل: ملي امنيتي ځواکونه زموږ وياړ دي، دوی دي چې شپه او ورځ يې په ځان يو کړې او د هېواد په ځانګړي ډول لغمان کې دښه امنيت د رامنځ ته کېدو لپاره هلې ځلې کوي، څو ولسونه په ارامه فضا کې خپل ژوند پرمخ يوسي.
بيا په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازی حاجي نقيب الله محبت د ملي امنيتي ځواکونو ميړانې وستايلې او ترڅنګ يې د اړوندو مسولينو څخه د يو شمېر بې غوره چارواکو او په وظيفه کې د غفلت له امله د سمون غوښتنه وکړه.
نوموړي وويل: د نورو وختونو په پرتله د لغمان امنيتي وضعيت د ډاډ وړ نه دی، يو شمېر چارواکو دي چې په دې برخه کې غفلت کوي همداراز يو شمېر بيا په دښمن د تجهيزاتو پلور هم ترسره کوي، چې دا د دې ولس او نظام سره لوی خيانت دی، غوښتنه مې له اړوندو چارواکو څخه دی چې د لغمان د امنيت لپاره کوټلي ګامونه واخلي او ترڅنګ د ياد شوو خيانتونو مخه ونيسي.
بيا په وار سره قومي مشر حاجي محمد اشرف، د حج او اوقافو رييس سيد نجيب الله هاشمي، د ولايتي شورا استازی محمدظاهر حسين خيل، قومي مشر حاجي شامرد خان او د ځوانانو دښوونيز پارلمان استازی حنيف الله پشه يي خبرې وکړې، دوئ په خپلو خبرو کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو هلې ځلې وستايلې او ترڅنګ يې ډاډ ورکړ چې تل به د خپلو ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي او ترڅنګ به يې ولاړ اوسي.
دوی د لغمان امنيتي وضعيت ته په کتو وويل: اوسنی ځواکونه د لغمان لپاره کفايت نه کوي له مرکزي لوړپوړو چارواکو څخه غواړو چې د لغمان لپاره امنيتي تشکيل زيات کړي، څو په لغمان کې لا غوره امنيت رامنځ ته شي او ولسونه په ډاډ زړه  خپل ژوند او ورځنۍ چارې پرمخ يوسي.
د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو په استازيتوب د لومړۍ پلې لېوا قومندان جنرال نورعالم حليم د ولسونو د دې پراخ ملاتړ او له ملي امنيتي ځواکونو سره د دوی د همکارۍ مننه وکړه او ډاډ ورکړ چې د ولسونو په ملاتړ به د امنيت د ټينګښت لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي.
نوموړي وويل: د لغمان ټول ملي امنيتي ځواکونه شپه او ورځ په دې هڅه کې دي، چې دلغمان ولسونو ته غوره امنيت رامنځ ته کړي، دښمن د ولسونو څخه د سپر په ډول ګټه پورته کوي، خو ملي امنيتي ځواکونه په ډېر احتیاط سره د ولسونو په همکارۍ خپل عمليات پر مخ وړي، څو په عملياتو کې ولسونو ته کوم زيان ونه رسېږي.
وروسته د لغمان والي عبدالجبار نعيمي دغه ورځ هغه تاریخي ورځ یاده کړه چې افغان ملت د واحدې ارادې پر اساس د خپل ملي امنیتي او دفاعي ځواک قدرداني او درناوي کوي او دښمن ته دا پیغام ورکوي چې افغانستان داسې اصلي بچیان لري چې شپه او ورځ د سر او وینو په قیمت سره د خپلې خاورې او ولس دفاع کوي، نوموړي هغه کسان پردي او وحشي یاد کړل چې اوس یې د افغانستان د تاریخي دښمن سره لاس یو کړی او غواړي چې یوځل بیا افغانستان تباه کړي.
لغمان والي وویل چې د ایمان،عقیدې او ملي ارادې پراساس مو د نړۍ ستر قوت چې شوروي اتحاد وو ونړولو او اوس هم په قوي ایمان او عقیدې سره خپله خاوره ساتو او هغه کسان به نابود کړو کوم چې له یوې خوا زمونږ مظلوم ولس وژني ا وبل لوري ته یې زمونږ د میلیونونو شهیدانو له قاتلینو او دښمنانو سره لاس یو کړی دی. نعیمي د خپلو خبرو پرمهال هغه کسان هم د اسلام او ولس دښمنان یاد کړل چې دښمن ته ځای،ډوډۍ او یا نورو امکانات ورکوي او یا یې په ګټه تبلیغ کوي پر خلکو یې غږ وکړ چې سره یو شي او نورې پرنیږي چې د خلکو له کورونو پر امنیتي،کشفي او نظامي ځواکونو بریدونه وشي. لغمان والي د ولس پر لازیاتې همکارۍ ټینګار وکړ او له ټولو کورنیو یې وغوښتل چې خپله خاوره مور وګڼي نور هغه کسان وشړي چې د نورو په اشاره یې د وحشت او دهشت جګړه پیل کړې ده.
نوموړي د ټولو امنیتي،کشفي او نظامي ځواکونو د قربانیو او اتلولیو درناوی وکړ او د دوی قربانۍ او اتلولۍ یې د تاریخ هغه درس یاد کړ چې راتلونکي نسلونه به پرې ویاړي. په همدې مراسمو کې د امنیتي ځواکونو او ولس ترمنځ د ګډې مبارزې هو کړه وشوه او دوه اړخیزه ډاډ ترلاسه شو چې نور به د دښمن پرضد مبارزه کې ولس د امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه برخه اخلي او همکاري به کوي.
د غونډې په پای کې يو شمېر هغه نظامي ځواکونه چې په دندو کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې وې، د لغمان ولايت مقام له لوري په ستاينليکونو ووياړل شول.
د یادونې وړ ده چې د حوت نهمه نیټه په افغانستان کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په نوم سره لمانځل کیږي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته