امنیت

دهوايي ځواکونو ديوه افسر دترور عاملين ونيول شول

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٣ :
درې تنه تروريستان  چې دهوايي ځواکونو يو افسر يې شهيد کړى و، ونيول شول.
دغه تروريستان  چې دماينونو په جوړولو  او تروريستي بريدونو کې يې زده کړې  کړي دي اوپه دې برخه کې زيات مهارتونه لري له  زياتې مودې  را په دې خوا دملي اردو دځواکونو تر تعقيب لاندې و .
ويل کيږي دغه تروريستان دکوماندو دکشفي پرسونل  او دظفر قول اردو داستخباراتو دځواکونو دګډو عملياتو په بهېرکې په شينډنډ ولسوالۍ کې ونيول شول .
دظفر قول اردو مسوولينو  ددغو تروريستانو  نومونه  عبدالمجيد ديوسف  زوى او نجيب الله د درويزه  زوى  دادرسکن دولسوالۍ اوسيدونکي   او خداى رحيم  دتاج محمد زوى  اعلام  کړي دي .
نيول شويو کسانو د روژې په مبارکه مياشت کې دشينډنډ دهوايي ځواکونو يو افسر شهيد کړى و  او تښتيدلي وو.
له دغو کسانو څخه يوشمير سندونه او يوه اندازه مهمات  هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته