ورزش

د هېواد د ۱۹ کلنو فوټسال لوبغاړي قرغزستان ته روان شول

کابل / د سلواغې ۲۰ مه / باختر
د هېواد د ۱۹ کلنو فوټسال لوبغاړي په CAFA لوبو کې د ګډون په موخه قرغزستان ته روان شول. په دغو لوبو کې به د افغانستان، تاجکستان، ايران، قرغزستان او ازبکستان لوبډلې برخه اخلي چې د قرغزستان په کوربه‌ توب به وشي.
ټاکل شوې ده چې دغه لوبې به د فبرورۍ له ۱۲مې تر ۱۹مې نېټې پورې وشي او د افغانستان د ملي لوبډلې لومړۍ لوبه به د فبرورۍ په ۱۲مه له ایرانه سره وي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته