امنیت

شپږو تنوترهګروته مرګ ژوبله واوښته

 کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٣٠نيټه :
امنیتي ځواکونو دغزنی ولایت دقره باغ ولسوالۍ دزمان خیلو په سیمه کې له مخالفینو سره دنښتی پرمهال څلورتنه وسله وال مخالفین وژلې اودوه تنه يې ټپيان کړی دي.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
دغه راز د۲۰۳تندرقول اردو دلومړۍ پلی لوأ منسوبینو د خوست ولایت دموسی خیلو ولسوالۍ په اړونده سیموکې دچاڼیزو عملیاتوپه ترڅ کې د۷۵ملی متری هاوان (۶۴۷)ګولۍ،دوه صندوقه باروت، ددهشکی (۲۶) ګولۍد بی ام- يو (۷۷)  ګولۍ داوبو (۱۲) پتکونه، دتوغندي ويشتوونکي دوه صندوقه سرګلولی، دمخابریدری انتونه او دری صندوقه فشاری ماینونه دګډو امنیتی ځواکونو لاسته ورغلی دي.
دغه راز دتندرقول اردو دماین پاکولو د ټیم له خوا دپکتیا،خوست اوغزنی ولایتونو په مربوطاتو کې (۶)ماینونه کشف اوشنډکړاى شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته