ټولنه

د اوبو او انرژۍ وزارت معین: د اوبو مدیریت او مهارول د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي

کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین انجنیر مجیب الرحمن عمر نن په کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې د اوبو شتون، کنټرول، مدیریت او مهارول د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسینو په مرکز کې جوړه شوې وه، د اوبو او انرژۍ وزارت معین څرګنده کړه چې د اوبو شتون، کنټرول، مدیریت او مهارول د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي او وزارت په دې لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
هغه زیاته کړه چې د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولیت دی چې هېوادوالو ته د اوبو او برېښنا په برخه کې زیاتې آسانتیاووې برابرې کړي.
انجنیر مجیب الرحمن په خپلو خبرو کې اوبه یوه حیاتي ماده وبلله او ویې ویل چې د هېواد د اوبو سرچینو د ناسم مدیرت له امله د افغانستان نږدې ۶۰ سلنه خلک پاکې اوبه ته لاسرسی نلري او د هېواد نیمايي ځمکې نه کرل کېږې، خو داډ یې ورکړ چې دغه وزارت د دغې ستونزې د لرې کولو په برخه کې ډېر ښه او هر اړخیز پروګرامونه او پلانونه لري چې دغه پلانونه او پروګرامونه د بودجې په شتون به عملي شي.
د عمر په خبره؛ که د اوبو ښه مدیریت وشي، افغانستان به د صعنت او زراعت له پلوه پر ځان بسیا شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت معین دغه راز د هېواد د اوبو د ښه مدیریت، تنظیم او مهارولو لپاره د هېواد په دننه او بهر کې د اوبو او انرژۍ وزارت د چارواکو د سفرونو، هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دغه وزارت رهبري هڅې کوي چې افغانستان د برېښنا له پلوه په یو صادروونکي هېواد بدل شي.
عمر په راتلونکې کال کې د ځینو پروژو د کار د پیل یادونه وکړه او له هېوادوالو څخه یې وغوښتل چې د ملي پروژو په جوړولو او ساتنه کې دې له افغانستان اسلامي امارت سره مرسته او همکاري وکړي.
هغه همدارنګه پر هېوادوالو غږ وکړ چې له اوبو څخه سمه استفاده وکړي او خبرداری یې ورکړ چې که د افغانستان تر ځمکې لاندې اوبو څخه سالمه استفاده و نه شي، نو هېواد به له یو ستر ناورین او بحران سره مخ شي.
په همدې حال کې د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مولوي اختر محمد نصرت هم د دغه وزارت د لاسته راړونو په اړوند خبرې وکړې او ویې ویل چې په تېرو څلورو میاشتو کې د دغه وزارت په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی.
د نصرت په خبره؛ په تېر نظام کې د اوبو او انرژۍ وزارت عواید په یوه ورځ کې له ۲۰ څخه تر ۲۸ میلیونو افغانیو پورې وو، خو اوس دغه عواید په ورځ کې څه ناڅه ۵۹ میلیونو افغانیو ته رسېږي.
په پای کې یادو مسوولینو د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته