امنیت

د دريو ځانمرګوبريدونو مخه ونيول شوه

کابل- باختردتلې دمياشتې ١٥ :
دميدان وردګو ولايت دپوليسو مقامات وايي چې دوى درې تنه ځانمرګې بريدکوونکي وژلي دي .
دسيمه ييزو خبرځايونو دڅر گندونوله مخې: دميدان وردګو ولايت امنيتي ځواکونه  په دې بريالي شول چې درې تنه ځانمرګې بريدکوونکي چې ددغه ولايت په ځينو سيمو يې دبريد نيت درلود؛ دعملياتوپه ترڅ کې وژلي دي.
دغه عمليات تيره شپه ددغه ولايت دجغتوولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شوى و چې په بهيرکې  يې  اته تنه وسله وال ياغيان ونيول شول  چې په هغو کې  درې تنه ځانمرګې بريدکوونکي هم شته.
دميدان وردګو دپوليسو ويندوى عبدالولي نورزى باختراژانس ته وويل:  دغه عمليات چې ددغه ولايت دجغتو ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شوي و، په بهيرکې يې پنځه وسله وال طالبان چې درې تنه ځانمرګې بريدکوونکي هم د دوى په ډله کې دي؛ ووژل شول.
ده وويل: له نيول شويوکسانو څخه درې ځانمرګې واسکټونه، يوه اندازه چاوديدونکي توکې، درې کلاشينکوفونه، درې مخابرې  اوماينونه  ترلاسه شوي دي.
ده زياته کړه: ددغو عملياتو په بهيرکې امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دې رسيدلې .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته