ټولنه

په بلخ کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې بهير پيل شو

کابل باختر د وري ۲۶ مه
د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پرون په بلخ ولایت کې پیل شو .
د باختر اژانس د خبریال د خبر له مخی : د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر په بلخ ولایت کې په ۳۱۴ مرکزونو کې په داسی حال کې پیلږي چې د غیر مسولو وسله والو، د نا امنیو زیاتوالی او د سیمه یېزو زورمندانوله شتون څخه اندیښنې شتون لري.
د بلخ د انتخاباتود کمیسیون مسوول وایی چې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې دیارلس مرکزونه د نا امنیوله امله بند دی خو د بلخ والی محمداسحاق رهګذرټنګار کوي چې د نوم لیکنې د مرکزونو او د انتخاباتو د پروګرام د امنیت د تامینولو لپاره لازم امنیتی چمتوالی نیول شوی دی .
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سرپرست  فضل احمد حیاتي وایی چې د دغه ولایت په ګوټ ګوټ کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې ۳۱۴ مرکزونه مشخص شوی دي چې ۱۳ مرکزونه یې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د نا ا منیو له امله تړل شوي دي  .
د بلخ د ولایتی شورا ریېس د انتخاباتو په چارو او د رای ورکوونکو د نوم لیکنې په بهيرکې د نا امنیو ، د زورمندانو او د غیر مسوولو وسله والو کسانو د مداخلې له زیاتوالي څخه اندېښنه څرګندوي .ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته