اقتصاد

د ماليې وزارت د وزارتونو د څيړنې رپوټ کابل باختردسلواغي دولسمه : د ماليې وزارت د وزارتونو د څيړنې هغه رپوټ چې په دې وروستيو وختوکې د افغانستان د بياجوړولولپاره د امريکا د خاص سرپلټوونکى، سيګار رد کړ چې په دې وروستيو وختو کې د سيګار له خوا خپور شو

کابل باختردسلواغي دولسمه :
د ماليې وزارت د وزارتونو د څيړنې هغه رپوټ چې په دې وروستيو وختوکې د افغانستان د بياجوړولولپاره د امريکا د خاص سرپلټوونکى، سيګارله خوا د افغانستان دعامه لګښتونوپه باب خپور شو؛ د واقعيتونو او د معتبرو، مسلکي او خپلواکو بنسټونو او سازمانونو د رپوټونو له مخې په کلکه  ردوي.
دباخترآژانس دخبر له مخې په هغې خبرپاڼه کې چې د ماليې وزارت له خواخپور شو؛ ويل شوي دي: د ٢٠١٢ ميلادي کال هغه رپوټ چې د نړيوال بانک له خوا دعامه لګښتونو او د مالي حساب ورکولو په باره کې برابر شوى دى؛ د افغانستان دعامه لګښتونو سيستم  له ټولوکمو پرمختللو او پرمختيايي هيوادونو څخه ښه او د منځنيو عوايدو لرونکو هيوادونو په سويه بللى دى.
دغه راز د افغانستان د بودجې د سيستم د نړيوالې بودجې مشارکت د جنوبي آسيا په کچه دويم شفاف سيستم او د آسياپه کچه دشفافيت په څلورم مقام کې او د نړۍ په کچه په شپږويشتمه مقام کې بللى دى.
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې د سيګار څيړنې آن د ائتلاف، د امريکا د مستقيمو مرستو په لګښت کې د ناوړې استفادې چې په ملي بودجه کې شامل شوى دى؛ يومثال هم نه شي وړاندې کولى.
د افغانستان د بياجوړلو لپاره خاص سرپلتوونکى سوپکو تل واقعيتونه مطبوعاتو ته بل ډول ښيي. کله چې د ماليې وزارت د هغه څرګندونې بې بنسټه وبللې اوهغه ته يې بلنه ورکړه چې په يوه آزاده مناظره کې دې دخپلې ادعا دفاع وکړي؛ دى آن ځواب ته حاضر نه شو.
له همدې امله دى چې د ماليې وزارت او په ټوليزه توګه د افغانستان حکومت د سيګارڅرګندونې جدي نه بولي او هغه دمطبوعاتوپه وړاندې دلوړتيا غوښتنې لپاره ددغه مقام هلې ځلې بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته