ورزش

طاهري دلامبو وهلو دنړيوال فدراسيون دمطبوعاتو دکميټې غړيتوب ترلاسه کړ .

کابل باختر دوږي شپږمه :
دهېواد دلامبو وهلو فدراسيون رييس سيد احسان طاهري  له شلو تنو نوماندانو څخه دلامبو وهلو دنړيوال فدراسيون دمطبوعاتو او درسنيودکميټې دغړي په توګه انتخاب شو .
دغه انتخابات دشلو اسيايي هېوادونو دلامبو وهلو دفدراسيونونو دنوماندانو ترمنځ په فرانسه کې  ترسره شول چې په نتيجه کې يې  دوو تنو نوروهم دچين او عمان له هېوادونو څخه ددغې کميټې غړيتوب ترلاسه کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دلامبو وهلو فدراسيون يوکال مخکې دالمپيک دملي کميټې په چوکاټ کې جوړ شوى دى.  دچارواکو په باور دغې څانګې دهېواد په دننه او  بهر کې ديادونې وړ برياليتوبونه ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته