قلات باختر د تلې ۱۷ مه
په زابل کې هغه دوه تنه شوکماران نیول شوي چې د کابل ـ قندهار پر لویه لار به یې د پولیسو له یونیفورم څخه په ګټې اخېستنې سره له خلکو په زور پیسې اخېستې.
د زابل د امنیې قوماندان محمد مصطفی مایار د باختر اژانس سیمه ېيز خبریال ته وویل چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړي.
د دغو دوو تنو د نیولو لپاره وروسته له هغې هڅې کړندۍ شوې کله یې چې په دې وروستیو کې یو تن مسافر په ډزو سره ټپی کړ.پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ