اقتصاد

په ننگرهار کې دوطنی تولیداتو نندارتون پرانیستل شو

ننګرهار باختر د وري دمیاشتې  ٢ :
په ننګرهارولايت  کې د بزګر د ورځې په ویاړ د وطني تولیداتو یو ورځنی نندارتون پرانستل شو.
د ننګرهارولایت د مرکز جلال آباد ښارپه شیرزي لوبغالي کې د  بزګر د ورځې د جشن ترڅنګ د کرنې او مالدارۍ دمحصولاتو  یو ورځنی نندارتون نن پرانستل شو.
دغه نندارتون چې د ننګرهار دوالي سلیم خان کندزي او نورو چارواکو له خوا په رسمي ډول پرانستل شو، په هغه کې بېلابېل وطني تولیدات په ځانګړو جوړو شويو غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي وو.
له دغو تولیداتو څخه د ننګرهار والي سلیم خان کندزي ، د بېلابېلو  ادارو مسؤولینو او کارکوونکو  اوپه سلګونو تنونورو لیدنه  وکړه.
مسوولینو د دغو توکو د ليدنې په وخت کې د خپلو وطني تولیداتو ستاینه وکړه او پر ټولو ولسونو یې غږ وکړ،چې پخپلو کورونو، دفترونو او د کار ځایونو کې خپل وطني تولیدات وکاروي، ترڅو خپل اقتصاد پخپله پیاوړى کړو.
له دې مخکې هم په ننګرهار کې د سلګونو وطني تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شوی و چې په لوړ پوړو چارواکو سربېره زرګونو کسانو ترې لیدنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته