سیاست

جمهور رئیس غني په کابل کې د هند له سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې ٢٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني په کابل کې د هند له سفیر امرسینها سره د مخه ښې په کتنه کې په افغانستان کې د ماموریت پرمهال د هغه کړنې وستایلې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس غني هند د افغانستان رښتينى دوست وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ پخواني او فرهنګي مشترکات یې ارزښتناک وبلل.
د هند سفیر  امر سینها وویل، د هند او افغانستان تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه د ترسره شویو هڅو له امله دواړه هېوادونه ډېر سره نږدې شول.
د هند سفیر وویل، هېواد یې ژمن دی چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخوکې همکاري وکړي. هغه له افغانستان سره د هند د مرستو په دوام په  ټینګار سره ډاډ ورکړ چې هند به  تل د یو دوست هېواد په توګه د افغانستان تر څنګ ولاړ وي.
جمهور رئیس غني همدارنګه له افغانستان سره په نظامي او انکشافي برخو کې د هند د مرستو قدرداني هم وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته