امنیت

اته ويشتو تنو ډار اچوونکو ته مرګ ژوبله واوښته

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢٠ :    
دملي دفاع وزارت وايي چې په روزګان ولايت  عمليات دوام لري  او ددغه ولايت   ددهراود  او چورې  په ولسواليو کې ٢٨ تنه نور طالبان ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دهغو محاربوي عملياتوپه نتيجه کې  چې دروزګان ولايت ددهراود ولسوالۍ  دزرتاله په ساحه کې ترسره شول  اته تنه تروريستان ووژل شول او دوولس تنه نور يې ټپيان شول او يوه اندازه  چاوديدونکي توکي او يو موټرسايکل له منځه يووړل شول.
دغه راز دروزګان ولايت د چورې ولسوالۍ د خرما په ساحه کې دافغان هوايي ځواکونو دبريدونوله امله  اته تنه طالبان ووژل شول  او دهغوى  درې نقليه واسطې ويجاړې شوې.
دغه عمليات  د ٢٠٥ اتل قول اردو دقوماندان تورنجنرال داوود شاه وفادار  تر
ادارې لاندې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته