سیاست

دمشرانو جرګې پيغام

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٢٥ :
دمشرانو جرګې پيغام
دملي شورا مشرانو جرګه دسلواغې دمياشتې  له افغانستان څخه دپخواني شوروي اتحاد ديرغلګرو ځواکونو دماتې ، وتلو  اوله شرمه ډک په شاه تگ ٢٥ کاليزه دهيواد په تاريخ کې ديوې نه هيردونکې  ورځې په توګه بولي  او ددغه ستر تاريخي برياليتوب له امله دهېواد ټولومسلمانو او مجاهدو خلکو ته مبارکي وايي
دسره پوځ ځواکونه چې  دکورني  عمالو په مرسته  د ١٣٥٨ کال دمرغومي دمياشتې په  ٦ نيټه  په پرمختللو وسلو سمبال  له ځمکې او هوا څخه يې  په افغانستان يرغل وکړ او هغه يې ونيوه.  په  ١٣٦٧ کال کې دهيواد مسلمانو اومجاهدو  خلکو په ميړانې  اوسرښندنې  له  لسو کلونو جهاد او مقاومت وروسته په بې شرمۍ سره  له افغانستان څخه ووتل چې دغه ماته دافغانستان  اودروسانو ترواکمنۍ لاندې دزياتو هيوادونو دژغورنې او په خپله دشوروي دتجزيې سبب شو.
دهېواد مسلمان ملت  دجهاد او مقاومت په کلونو کې  دخپل هېواد دين او ناموس ددفاع په مقصد  په ميړانې او سرښندنې دفاع وکړه  او له يوې لسيزې زړورو مبارزو  وروسته دغه يرغلګر ځواکونه يې  له افغانستان څخه وايستل  خو په افغانستان کې  ددوى لس کلن حضور دهېواد  داتباعو دشهادت ، معلوليت اودمليونونو افغانانو دمهاجرت او دهېواد  دمهمو اقتصادي او ټولنيزو بنسټونو دويجاړتيا سبب شو چې   ناوړه  ا غيزې يې ترنن پورې  زموږ دهېواد په ټولنيز او اقتصادي  ژوندانه کې ملموث دى.
دهېواد  دسياسي او مبارزو تاريخ شاهد دى  چې دافغانستان سرلوړى ملت  سره له دې چې دنړۍ له ټولو هېوادونو او له خپلو  ګاونډيانوسره  دښو او حسنه  اړيکو علاقمند دى  خو دپرديو  دتيري په صورت کې   دخپلې خپلواکۍ  ځمکنۍ بشپړتيا او له ملي واکمنۍ څخه په ميړانې اوسرښندنې  دفاع  کړې ده او  کوي يې.
دملي شورا مشرانو جرګه  ددين او هېواد دشهيدانو وينو ته د درناوي او دهغوي  دپاکو  هدفونو دپوره کولو په خاطر  له  دولت مردانو اوله ټولو هېوادوالو څخه غواړي چې په  موجودو شرايطو کې  فرصت  غنيمت وشميري ،. دهيواد دسياسي مشرتابه دټاکنې لپاره   او درايوورکولو صندوقونو ته په تلو سره ګران افغانستان  دسولې  ، ترقۍ  او ټولنيزو پرمختگونو ته ورسوي  چې هېواد اقتصادي ، سياسي  اودفاعي خودکفايي ته  په رسيدو سره په راتلوونکي کې ددغه شان تيريو له شر څخه  خوندي پاتې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته