سیاست

جمهور رئیس غني د ویډیو کنفرانس له لارې د کندز ولایت امنیتي حالت وڅيړه

کابل_باختر د تلې د مياشتې ١١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن  سهار په ارګ کې د ملي توحید له مرکز څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد د شمال د ۹ ولایتونو له نظامي او ملکي مشرتابه سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې ویډیو کنفرانس کې ، لومړی د ملي اردو د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد د کندز د امنیتي حالت په اړوند خپل راپور جمهور رئیس ته وړاندې کړ.
وروسته د هېواد د شمال د ۹ ولایتونو د امنیتي بنسټونو قوماندانانو هم د خپلو اړوندو سیمو د امنیتي حالت په اړوند خپل راپورونه وړاندې کړل.
همدارنګه د هېواد د امنیتي سکتور مسوولینو د کندز ولایت د امنیتي حالت د ښه والي په هکله خپل نظرونه څرګند کړل.
جمهور رئیس غني د هېواد د شمال د ولایتونو د نظامي او ملکي مشرتابه پلاوي ته د کندز او د شمال د ټولو ولایتونو د امنیتي حالت د ښه والي په هکله لازمې لارښوونې وکړې.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د ملي امنیت شورا په راتلوونکې غونډه کې به د ټولو ستونزو په هکله بحث او لازم تصمیمونه ونیول شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته