سیاستټولنه

 د ایران قونسل: ایران او افغانستان له یو بل سره نږدې، ژبنۍ، فرهنګي او ټولنیزې اړیکې لري

کابل / د لړم ۹ مه / باختر

د قندهار له والي محمد یوسف وفا سره د ایران قونسل علي رضا حاجي زاده په کتنه کې وویل چې ایران او افغانستان له یوبل سره نږدې، ژبنۍ، فرهنګي، ټولنیزي او نوري اړیکې لري.

حاجي زاده زیاته کړه چې ایران ته د افغانستان ثبات او پرمختګ مهم دی، نو په همدې موخه ایران له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې له افغانانو سره مرستې کوي. هغه ژمنه وکړه چي ایران به راتلونکي کې هم له افغانانو سره ولاړ وي او مرستې به کوي.

په همدې حال کې د قندهار والي محمد یوسف وفا ایران د افغانستان نږدې دوست هېواد وباله او زیاته یې کړه چې دغه هېواد هر وخت له افغانستان سره مرستې کړې دي.

وفا له قونسل څخه وغوښتل چې ایران دې وېزو او افغان سوداګرو ته ځانګړې اسانتیاوې رامنځته کړي چې له لارې یې د تګ راتګ پر مهال اسانتیا رامنځته شي او د افغان سوداګرو سوداګري به هم پراختیا ومومي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته