کابل باختر د مرغومي نهمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان تيره شپه په لغمان ولايت کې دافغان امنيتي ځواکونو دپوځي عملياتوپه بهير کې ووژل شول
الماس – ٣٤ په نامه دغه عمليات دګډو امنيتي ځواکونو په شتون پرون سهار دمهترلام ښار ته څيرمه دالشينګ دولسوالۍ دسيند دواړو خواوو ، عمر زيو ، ديوې ، شيرګر ، کرنج او نورو ساحو کې پيل شوي و چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .
ويل کيږي په توفان مشهور نجيب الله په نامه دوسله والو طالبانو يوقوماندان هم په ټپيانوکې شامل دى
دلغمان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند دباختراژانس خبريال ته وويل چې دوسله والو طالبانو دډلې ديو سرګروپ قوماندان جنت ګل يوغړى رفيع الله هم دامنيتي ځواکونوله خوا نيول شوى دى .
يوه اړونده خبرځاى وويل :په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او دوسله والوطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم ددوى لاس ته ورغلي دي .
0 1 دقیقه لوستل