خبرونهاقتصادTOP

یو ایرانی شرکت په افغانستان کې د کرنې سکټور کې پانګونه کوي

کابل، د لېندۍ ۲۲مه، باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د ایران د سورنا سپهر پارسیان شرکت له رییس مسعود آزاد بخت سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ایران د سورنا سپهر پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه او د کرنې په سکټور کې یې د پانګونې د پلان په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورته مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري ایراني سوداګرو ته د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ او اړوندو مسوولینو ته یې د اسانتیاوو د برابرولو په پار لازمې سپارښتنې هم ورکړې.

د ایران د سورنا سپهر پارسیان شرکت په ایران کې د کورنیو او بهرنیو نندارتونونو د ترسره کولو په برخه کې فعالیت کوی، چې د ياد شرکت د مشر په خبره، دوى به په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د کرنيزو توکو يو نندارتون هم جوړ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته