ټولنه

په لوګر کې د نجونو د ښوونځيو استادانو ته روزنيزه کارګاه جوړه شوه

کابل باختر دثوردمياشتې ٢ نيټه :
د لوګر ولايت په مرکز  پل علم ښارکې  پرون  د نجونو د ښوونځيو استادانو ته روزنيزه  کارګاه   جوړه شوه.
د لوګر ولايت د پوهنې د رياست وياند شاهپور عرب باخترآژانس ته وويل  چې، د نجونو د ښوونځيو  ١٤٤  تنو  ښوونکو ته ،د وينې دکمښت دتابليتونو  دتطبيق په برخه کې لس ورځنۍ روزنيزه  کارګاه  جوړه شوه .
عرب زياته کړه چې دغه روزنيزه کارګاه   نجونو زده کوونکو ته د فوليک اسيد يا د وينې دکمښت دتابليتونو دګټو په اړوند د پوهاوي  په برخه کې د نجونو د ښوونځيو د استادانو د پوهې  د لوړولو په مقصد دپوهنې  او د عامې روغتيا د وزارتونوله خوا  د يونسف په مالي مرسته جوړه شوى ده چې په هغه کې دپل علم ښار  ١٤٤ تنو ښوونکو ګډون کړى دى.
عرب زياته کړه چې، ښوونکې له دغې روزنيزې دورې وروسته کولاى شي  چې له  پنځم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې  په اته زرو تنو زده کوونکو  په اوونۍ کې يوځل  د ويني دکمښت دتابليتونو کمپاين ترسره کړي.
ديادونې وړ ده چې  تېرکال هم  دنجونو دښوونځيو ١٨٠ تنو ښوونکو په همدې برخه کې زده کړې،کړې وې .پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته