امنیت

شپاړس تنه وسله وال مخالفين په هلمندکې ووژل شول

کابل باختر دکب شپږمه :
په هلمندکې د ملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې شپاړلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي: دملي اردومنسوبينودسولې اوثبات دټينګښت په مقصد د هلمند ولايت د موسى قلعه ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي پوليسوله منسوبينوسره  د عقاب ١٥٦په نامه ګډ چاڼيزعمليات ترسره کړل چې له امله يې ١٦تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
  په دغوعملياتوکې د يوې درندې ماشينگنې، يوه توغندي او د دريو کلاشينکوفونو په ګډون پنځه ميله وسله، يوه اندازه مهمات او نهه موټرسايکلونه ترلاسه شوي دي.
دملي اردو د خاصو عملياتو د فرقې منسوبينو د نقيب الله په نامه د وسله والو مخالفينو د يو قوماندان د نيولو په مقصد د پکتيا ولايت دمرکز ګرديز ښار په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دغه قوماندان ونيول شو او يوکمپيوټر او يومبايل ورڅخه ترلاسه شوى دى .
ده وسله والو مخالفينو ته د وسلو اومهماتو په برابرولوکې رول درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته