ټولنه

په پروان کې په لسګونو کورنيو نغدې پيسې ووېشل شوې

کابل / د سلواغې٢مه/ باختر   
د کډوالو نړيوال سازمان څلورميليونه افغانۍ نغدې  پيسې په پروان کې پر ١٧٩ بيځايه شويو کورنيو ووېشلې .
د پروان د کډوالو او راستنيدونکو چارو رييس عبدالواحد کريمي باختراژانس ته وويل: د کډوالو نړيوال سازمان پر  ١٧٩ کورنيو چې د فارياب، کندز، او پروان له ناامنو ولسواليو څخه د دغه ولايت په چاريکارو ښارکې ځاى پرځاى شوې دي پر هرې کورنۍ  ١٥ زره شپږ سوه افغانۍ نغدي پيسې ووېشلې.
د يادونې وړ ده چې پرون هم په  پروان  کې پر ٣٠٠ بيځايه  شويو  کورنيو ٥ ميليونه افغانۍ  ويشل شوې وې .
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته