اقتصاد

په هرات کې د اوبلن ګازو په زيرمو کې د اور لګېدنې له امله زيات مالي زيانونه اوښتي دي

کابل /د وري ٢٢مه /باختر
د هرات ښار د کمرکلاغ په سيمه کې د اوبلن ګازو د واردونکو شرکتونو په تاسيساتو کې اور لګېدنه چې پرون د نفتي توکو د تشولو په وخت کې ولګېد او ٣ ساعته دوام وکړ د هېواد خصوصي برخې ته زيات مالي زيانونه رامنځته کړي دي.
د افغانستان د سوداګرى اوپانګې اچونې د خونې مرستيال خانجان الکوزي په دې باب وايي اور د برادران فراهي او انار درې د شرکتونو د اوبلن ګازو د واردولو په تاسيساتوکې ولګېد چې زيرمې او ټانکرونه په بشپړ ډول سوځيدلي دي چې تراوسه پورې د مالي زيانونو په اړه موږ ته دقيق رپوټ نه دى راکړ شوى .
د هرات د سوداګرى او پانګې اچونې د خونې مشرتابه غړي د پېښې په سيمه کې د حاضريدو او د دغې اور لګېدنې د علتونو د څېړنې تر څنګ رامنځته شوي زيانونه يې له ڼږدې وکتل.
هغوى وايي دغه شان ناوړه پېښې منفي او ناوړه اغېزې د هېواد د خصوصي برخې پرسوداګرو لري او تراوسه پورې د اسلام قلعه ګمرک ناوړه پېښه او اغيزي له منځه نه دي تللي چې دغه پېښه رامنځته شوه .
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته