ټولنه

خلک : دوه ورځې کېږي چې دکابل ښار ددريم مکروريان مرکز ګرمي غيرفعاله ده .

کابل باختر د سلواغې لسمه :
دکابل ښار ددريم مکروريان  يوشمير اوسيدونکي وايي چې ددوى دکورونو مرکز ګرمي  له دوو ورځوراپه ديخوا غير فعالې دي
په همدې حال کې دمکروريانونو دساتنې او څارنې  دتصدى رييس ددغې ستونزې دليل تخنيکي ستونزو پورې نسبت ورکوي او وايي  چې دبريښنا  تګ راتګ دغه ستونزه  رامنځته کړې ده .
  ددريم مکروريان د ٣٦ بلاک اوسيدونکي  نجيم الله په دې باب دباختراژانس خبريال ته وويل چې هوا سړه ده اورښت  دوام لري  خو ددوى دکورونو مرکز ګرمي  له دوو ورځو راپديخوا نه تودېږي .
په همدې حال کې دمکروريانونو دساتنې او څارنې دتصدى رييس باختراژانس ته وويل چې له دستګاه  څخه استوګنې تر کورونو پورې دتودو اوبو دلېږدونې نلونه پنځوس کيلومتررانغالي او دبريښنا تګ راتګ ددې سبب شوى دى چې دغه نل په څو ځايونو کې وچوي .
دده دڅرګندونوله مخې،  دنلونو دبيا ترميمولو په خاطر کار په بيړه دوام لري چې په دغو څو ځايونو کې  تخنيکي عوارض  لرې شي .
  ختم_ عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته