امنیت

په کندزکې شپږ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کندز باختر د لړم د مياشتې ٢٠ نيټه  :
شپږ تنه وسله وال مخالفان تېره شپه په کندز ولايت کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي  د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه مخالفين د کندز ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ د محب الله غونډۍ په کلي او د امام صاحب ولسوالۍ د پل پاکستاني په کلي کې د هوايي بريدونو له امله ووژل شول.
جمشيدي زياته کړه چې په دغو عملياتوکې درې تنه نور وسله وال مخالفين ټپيان شول او دوه تنه نور د دغه ولايت د خان آباد ولسوالۍ د سرک نو په سيمه کې ونيول شول.
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته