کابل باختر دزمري د مياشتې ١٤ :
دافغانستان ، تاجکستان ، چين اوپاکستان دهېوادونو پوځي مقاماتو دډار اچونې پرخلاف د ګډې مبارزې په باب موافقې ته ورسيدل.
دچين داورمچي ښار پرون د دغو څلورو هېوادونو د جګپوړو دولتي مقاماتو کوربه و.
دافغانستان دملي اردو لوى درستيز جنرال قدم شاه شهيم، دچين دپوځي کميسيون رئيس ، دتا جکستان ددفاع وزارت لومړى مرستيال او دپاکستان لوى درستيز په دې غونډه کې ګډون کړى و .
دوى دډار اچونې پرخلاف دګډې مبارزې په مقصد ديوې ستراتيژۍ دجوړولو په باب موافقې ته ورسيدل او د ډاراچونې پرخلاف دمبارزې ميکانيزم يې مشخص کړ او ژمنه يې وکړه چې له ډار اچونې سره دمبارزې او دخپلو هېوادونو دامنيت دتامينولو په لاره کې يو ځاى کار وکړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ