سیاست

د سولې په چاروکې د دولت وزیر د کاناډا له سفیر سره وکتل

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر
د جمهورريیس ځانګړي استازي او د سولې په چاروکې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي، نن په کابل کې د کاناډا له سفیر‎ ډېو متکالف سره وکتل.
باختر آژانس ته د سولې په چاروکې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې په بهیرکې د ښځو پر رول خبرې وکړې.
د جمهور ريیس ځانګړي استازي وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ښځو مشورتي بورډ جوړ کړی دی. دغه بورډ د سولې بهیر په بېلابېلو پړاوونو کې دغه وزارت ته مشوره ورکوي او د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه به د ښځو غږونه منعکسوي.
د کاناډا سفیر د سولې په چاروکې د دولت وزارت د وروستیو هڅو په ستایلو سره وویل: دغه هېواد د سولې په بهیرکې د ښځو د پراخ شتون ملاتړ کوي او هیله‌ يې وښوده چې یوازې د کابل نه بلکې د ټول افغانستان ښځې په دغه بهیرکې ښکېلې شي.
رحیمي د سولې په برخه کې د ښځو د حضور په برخه کې د کاناډا له ملاتړ مننه وکړه او په افغانستان کې یې د کاناډا سفیر ډېو متکالف ته بلنه ورکړه چې د نړیوالې ټولنې او دغه وزارت ترمنځ د لا ښې همغږۍ رامنځته کېدو لپاره، د سولې بهیر له ملاتړې ډلې سره یو ځای شي.
پاى/ ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته