سیاست

حامد کرزي د فرانسې د دفاع له وزیر سره وکتل

کابل  باخترمرغومې دمياشتې  ١١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د فرانسې د دفاع له وزیر ژان ایف لودریان سره نن ماښام په ارګ کې وکتل.
باختر اژانس ته دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او فرانسې تر منځ د لاسلیک شوې تړون په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو د همکاریو او په هېواد کې د سولې د بهیر په باب خبرې وکړې.
دغه راز په دې کتنه کې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته، له افغانستان سره د فرانسې د حضور او همکاریو د څرنګوالی په اړه هم خبرې شوې .
لودریان افغانستان ته د خپل سفر په اړه او دا چې له خپلو عسکرو سره د نوي میلادي کال د نمانځلو لپاره راغلی، د هېواد جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
حامد کرزي فرانسه د افغانستان یو تاریخي دوست هېواد وباله او په تېرو کلونو کې یې له افغانستان سره ددغه هېواد د مرستو او همکاریو له امله مننه او قدرداني وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته