روغتیا

دملي امنيت دادارې مشرتابه هيئت دصدارت دڅلورلارې دپيښې دټپيانو پوښتنه وکړه

 

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٢٩ :

دملي امنيت دلوى رياست مشرتابه هيئت دغازي امان الله په روغتون کې دمرغومې د اووه ويشتمې نيټې دتروريستي پيښې دټپيانو پوښتنه وکړه.

دملي ادارې يوخبرځاى باختراژانس ته خبرورکړ.

 دملي امنيت دلوى رياست مشرتابه هيئت  دټپيانو دميړانې او زړور تيا له امله قدرداني وکړه او ژمنه يې  وکړه چې ددوى  دروغتيا اوسلامتيا دښه والې په لاره کې به له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي.

دملي امنيت دلوى رياست لومړۍ مرستيال اوسرپرست  ډگرجنرال حسام الدين دموظفو ډاکترانو دهلوځلو اوزيار له امله  قدرداني وکړه.

په همدې حال کې  دملي امنيت دلوى رياست تاميناتي مرستيال ډگرجنرال سيدحسين فخري  دملي امنيت  دلوى رياست د زړور سرتيري شهيد عبدالمبين دجنازې دښخولو په مراسمو کې ګډون وکړ  اوددغه ستر شهيد دکورنۍ پوښتنه يې وکړه چې دخلکو ددفاع په لاره کې يې خپل خوږ  ژوند قرباني کړ او دغه راز ددغه ارواښاد شهيد له کورنۍ سره يې له نږدې وکتل  او ددغه رياست نغدي مرستې يې دوى ته ورکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته