ايبک باختر دغويي دمياشتې ٢٥ :
درې تنه تېره شپه د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو او د وسله والو طالبانو د ډلې په ګټه د تبليغاتو په تور د سمنګانو ولايت د پوليسو له خوا ونيول شول.
د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسؤل منيررحيمي وويل: دغه درې تنه چې د دغه ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ په مربوطاتوکې د طالبانو په ليکوکې د دولتي واکمنۍ پرخلاف فعاليت کاوه، د دغې ولسوالۍ په تاش بيل سيمه کې ونيول شول.
رحيمې وويل چې عين الدين د طالبانو ليکو ته د ځوانانو د جلب او جذب مسؤليت په غاړه درلود او له دوو تنو ملګرو سره يې هر يو فضل الدين او فيض الله چې د حضرت سلطان ولسوالۍ د املي کلي اوسيدونکي دي، له نيول کيدو وروسته له هغوى څخه د وسله والوطالبانو دډلې يوشمېرتبليغاتي وسايل ترلاسه شوي دي.
ده وويل: دغه درې تنه د شپې له خوا د ولسوالۍ اړوندو کليو ته تلل او ځوانان يې د طالبانو په ليکوکې جذبول او د دولت پرخلاف يې دښمنانه تبليغات کول.
ده زياته کړه چې دغوکسانوپه لومړنيوتحقيقاتوکې په خپل جرم اعتراف کړى دى او قضيه څيړل کيږي.
1 1 دقیقه لوستل