نړۍ

دايران په ختيځو پولو کې ددغه هيواد دسپاه پاسداران انقلاب مانوري پيل شوي دي

ايران دوروستيو اوونيو په بهيرکې ددغه هيواد په بيلابيلو سيمو کې په پوځي ازمايښتونو لاس پوري کړي دي.

دايران  دسپاه پاسداران دځمکنيو ځواکونو قوماندان ويلي دي چې دشهيداي وحدت په نامه دجنګي تمرينونو مقدماتي پړاو دشنبې له ورځې څخه ددغه هيواد په ختيځ کې پيل شوي دي خواصلي پړاو يې ددوشنبې په ورځ ترسره کېږي .

دبيلابيلو نړيوالو اژانسونو له  لاري  دخپروشويو خبرونو له مخې ايران په وروستيو اوونيو په بهيرکې  په بيلابيلو سيمو کې په پراخو پوځي ازمايښتونو لاس پوري کړي دي .

امريکايي مقامات وايي  ايران چې کرار کرار دبنديزونو تيره څوکه  په خپلو  پوستکو احساس کړې ده په همدي دليل سخت اويرغليز غبرګونونه ښي  خو ايران  ددغه شان مانورو هدف دځان ددفاع تياري اعلام کړي دي او دسيمي له هيوادو ته ګواښ  نه بولي .

دغه  قوماندان د شهداي وحدت ازمايښت دهدفونو په څرگندولو سره ويلي دي  دغه ازمايښت  دايران داسلامي  جمهوريت دپولو دامنيت دپياوړتيا اودسپاه پاسداران دځواکونو دجنګي تياريو دساتنې اولوړولو په لاره کې ددغو ځواکونو دتقويمي ازمايښتونو ترسره کول بولي .

دسپاه دځمکنيو ځواکونو دقوماندان  دڅرگندونوله مخې په نابرابره جګړه کې په بيلابيلو جنګي برخو کې دځمکنيو ځواکونو دتاکتيکي استراتيژيو تمرين دشهداي وحدت دازمايښت دترسره کولو بل هدف دي .

دهمدي خبرله مخې دمرکزي دولت  له سياستونو څخه دايران په ختيځ کې دسيستان اوبلوچستان په ولايتونو کې ديوي ډلې اتباعو نارضايتي ايران ته يو زيان دي.

 دنشه يي توکو قاچاق او دهغو وسله والو ډلو فعاليتونه چې  دايران دولت يې اشرار او تروريست بولي ددغو انديښنو نوري برخي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته