امنیت

په پنځه تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل / باختر/ دسلواغې دمياشتې ٩ نيټه :
پنځه تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د پوځيانو په بريد کې ووژل شول.
په دې بريد کې چې نن سهار دقندهار ولايت  په ميوند ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په پټنځي ترسره شو، شپږ تنه نور طالبان ټپيان شول .
وسله وال طالبان په خپل پټنځي کې دډاراچوونکو دبريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې د پوځيانو له خوا پرې دتوپونو ډزې وشوې.
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يو جګپوړی قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې بريد کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور يې ټپيان شوي دي او دغه راز د دوى پټنځاى له ټول جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شو.
پاى  جذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته