امنیت

دتخار ولايت دينګي قلعه ولسوالۍ لپاره دوسله والو طالبانو د ډلې له خوا نومول شوى ولسوال ونيول شو .

کابل باختر دغبرګولي  پنځلسمه :
دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دتخار ولايت دينګي قلعه ولسوالۍ ته نومول شوى ولسوال دځانګړو پوځي عملياتو په بهيرکې  ونيول شو.
  پوليس وايي په مولوي عبدالرحيم تيره شپه ناوخته هغه وخت چې ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و، دپوځيانو له خوا  بريد شو او له دوو تنو ملګرو سره يې ونيول شو .
دتخار ولايت يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل: مولوي عبدالرحيم تيک کله چې غوښتل  دجمهوري رياست ددويم پړاو دانتخاباتو دامنيت دګډوډولو لپاره دتروريستي بريدونو پلانونه طرحه کړي دپوځيانو له خوا ونيول شو.
  ويل کيږي چې له دغه قوماندان څخه څوجنګي وسايل او يوه اندازه  چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .
له دغه قوماندان سره نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې اعتراف کړى دى چې په پاکستان کې ديو شمير کړيو له خوا دتخار ولايت په اړوندو سيموکې دتروريستي بريدونو په ترسره کولو ګومارل شوى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته