امنیت

دوسله والو طالبانو له شتون څخه دکابل _ جلال اباد دلوى لارې په اوږدو کې دڅو پرتو کليو پاکول .

-کابل باختر د غبرګولې دريمه :
په داسې حال کې چې  دکابل _ جلال اباد په لويه لاره کې دډار اچونې ضد عمليات هماغه شان دوام لري پوځي  مقامات دوسله والو طالبانو له شتون څخه دڅو کليو دپاکولو خبرې کوي .
دغه مقامات دغه راز وايي چې ددغوعملياتو په بهير کې  دنويو نښتو له امله درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ددغې ډلې يو سيمه ئيز قوماندان ټپي شوى دى .
دسلګونو تنو پوځيانو په ګډون او دهېواد دهوايي پوځ په ملاتړ دغه پوځي عمليات له يوې اوونۍ راپديخوا دوام لري .
ددغوعملياتو موخه دکابل _ جلال اباد په لويه لاره کې د تروريستي ډلو دډار اچوونکو فعاليتونو دکچې کمښت بلل شوى دى .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردويوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغوعملياتو کې تراوسه پورې دکابل _ جلال اباد دلوى لارې په دواړو غاړو کې په لسګونو پراته کلي دوسله والوطالبانو په ډلې پورې داړوندوکسانو له شتون څخه پاک شوي دي .
ده ددغو عملياتو په بهير کې دنويو نښتو له امله ددريو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل تاييد کړل او ويې ويل چې په دغو نښتو کې ددغې تروريستي ډلې يو سيمه ئيز قوماندان ملاکوچي  ټپي شوى دى .
پوځي مقامات وايي چې دغه عمليات به د ډار اچوونکو له شتون څخه په بشپړه توګه دکابل _ جلال اباد دلوى لارې په دواړو غاړو کې په بشپړه توګه دپرتو کليو ترپاکولو پورې دوام ولري .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته