کابل / د وږي ۸ مه / باختر
د کونړ والي محمد عثمان ترابي نن د رحمت ساحل ترکاڼۍ خصوصي فابریکې څخه د لیدنې پر مهال پانګه والو او صنعتکارانو ته د قانوني فرصتونو رامنځته کولو ډاډ ورکړ.
والي وویل چې د پانګونې ملاتړ کوي، د لته امنیت خوندي دی او پانګه والو لپاره ښه فرصتونه شته دی.
هغه وویل: (( تر دوهم امر پورې د هر ډول لرګیو انتقال بند دی، د صنعتکارانو او پانګه والو له ستونزو خبر یو، موږ پر یو څرګند پلان کار کوو، صنعتکاران او د فابریکو مسوولین باید د فعالیتونو د پیل لپاره د مرکز مشرانو تر لارښوونې په تمه پاتې شي)).
هغه ځنګلونه د ملت شتمني یاده کړه او د بیا احیا او ساتنې لپاره یې د ګټورو تدابیرو ډاډ ورکړ.
ن/ر