امنیت

په جلال آباد ښارکې چاودنه وشوه

کابلباختردسلواغې  دمياشتې  ١٠ :
څوشيبې مخکې د افغانستان د ختيځ ولايت ننګرهار په مرکز جلال آباد ښارکې چاودنه وشوه.
لومړني را رسيدلي خبرونه وايي چې دغه پيښه د جلال آبادښار د بهسودو د پله په سيمه شوې ده او په هغې کې په امنيتي مامورينو بريد شوى دى .
دغه چاودنه په داسې حال کې کيږي چې نن سهار د اتوبجو په شاوخواکې د ننګرهار ولايت د پچيراواګام ولسوالۍ په امنيې قوماندانې دځانمرګى بريد له امله دوه تنه پوځيان ووژل شول .
داپه تيرو اتوورځوکې اوومه چاودنه ده چې دننګرهار ولايت په مربوطاتوکې کيږي.
ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته