ټولنه

دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په کار کې له قومي جرګو څخه استفاده کوي .

کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت هلې ځلې کوي چې دنشه يي توکو له کرکيلې  اوقاچاقو سره دمبارزې په موخه دنورو بنسټونو همکاري جلب کړي .
دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت مقامات په دې باور دي چې له مسکراتو سره مبارزه يوازې ددغه وزارت کارنه دى بلکې ټولې ادارې ، بنسټونو او خلک دې بايد دنشه يي توکو د توليد ، قاچاقو او کارولو په مخنيوي کې کارنده ونډه واخلي .
دباختراژانس دخبر له مخې، دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت  په همدې موخه دبدني روزنې اوورزش له لوى رياست اودسرحداتو او قبايلو دچارو له وزارت سره د همکاري  تفاهم ليک لاسليک کړ چې دهغه له مخې  دبدني روزنې او ورزش بنسټونه دنده لري چې دهېواد په مرکز او ولايتونوکې ورزشي لوبې پيل کړي او دنشه يي توکو زيانونه خلکو ته بيان کړي .
دغه راز دهېواد په مرکز او ولايتونوکې له نشه يي توکو سره دمبارزې  په  پروګرامونو او رسنيو کې دورزشکارانو له خوا دګردي ميزونو  جوړول ددغه تفاهم ليک يوه بله برخه ده چې ټينګار پرې شوى دى .
دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزيرې سلامت عظيمي  دحکومت داطلاعاتو او رسنيو  په مرکز کې  ددغه تفاهم ليک له لاسليک وروسته وويل چې دنشه يي توکو ستونزو په يوې غلې  سونامي  بدله شوې ده چې دهغې پرخلاف مبارزه دټولو بنسټونو اوخلکو هراړخيزې همکارۍ ته اړتيا لري .
په يوبل  تفاهم ليک کې چې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې او دسرحدونو اوقبايلو دچارو دوزارتونو ترمنځ لاسليک شوى دى .
ويل شوي دي چې دواړه بنسټونه ژمن دي چې دولايتونو ، ولسواليو او کليو په کچه دقومي شوراګانوله لارې  دنشه يي توکو دزيانونو دبيانولو په اړوند  دعامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي.
دغه راز دکليو ، ولسواليو او ولايتونو په کچه دقومي جرګو جوړول ددغه تفاهم ليک يوه بله  برخه ده چې ويل کيږي له دې لارې هم ښايي چې خلکو ته زيات پوهاوي ورکړى شي .
دسرحدونو او قبايلو دچارو وزارت معين اوسرپرست  عبدالغفور ليوال وويل قومي شوراګانو او دسيمې مخورو په تيرو وختونو کې ثابته کړې ده چې دسترو ستونزو په باب  ملي  مبارزه وکړي او ملي شخړې حل او فصل کړي .
له دې امله دسرحدونو اوقبايلو دچارو وزارت هودمن دى چې په دې لاره کې هراړخيزې  هلې ځلې وکړي او دپوليسو په ساتنه  او دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په کارکې دهيواددامنيتي ځواکونو په همکارۍ عملي ګامونه واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته