امنیت

د لوګر د چټک غبرګون په قطعې د ځانمرګي بريد له امله شپږ تنه ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٥
شپږ تنه په لوګر ولايت کې د چټک غبرګون په قطعې د ځانمرګي بريد له امله ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول.
يو ځانمرګى يرغلګر په چاوديدونکو توکو بار خپل بار وړونکى موټر نن سهارد  اوو بجو په شاوخوا کې په پل علم ښارکې د چټک غبرګون قطعې د دروازې په وړاندې وچاوه.
د دغه ځانمرګى بريد زياتره قربانيان د ښځو او ماشومان په ګډون ملکي وګړي دي چې د خپلو ناروغانو د پوښتنې په خاطر د پيښې سيمې ته څېرمه د نايب امين الله خان روغتون ته روان وو.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر محمد ورا اندرابي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه ځانمرګي بريد له امله درې تنه ملکي وګړي او درې تنه پوليسان ووژل شول.
د لوګر ولايت د چټک غبرګون قطعه د دغه ولايت د ولايتي شورا په ګډون څو مهمو دولتي ادارو ته څېرمه موقعيت لري.
اندرابى وايي: يرغلګر غوښتل چې له خپل موټر سره د چټک غبرګون قطعې ته ننوځي؛ خو بريالى نه شو او ځان يې د دغې قطعې په دروازه کې وچاوه .
په همدې حال کې د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزى وايي: د دغه ځانمرګي بريد له امله څه ناڅه ٨ تنه ټپيان شوي دي.
دغه پېښه د دولتي دفترونو له پرانستل کيدو څخه يو ساعت مخکې رامنځته شوې ده. له همدې امله د ولايتي شورا د کارکوونکو په ګډون د دولتي ادارو کارکوونکي د چاودنې په وخت کې په سيمه کې نه وو.
د لوګر ولايت د پل علم ښار د نايب امين الله خان د روغتون رييس ډاکتر عاشق الله مجيدى وايي چې د دغه ځانمرګي بريد له امله ٢٣ تنه ټپيان دغه روغتون ته ليږدول شوي دي.
ده د يوه ماشوم په ګډون د دغې پيښې د لسو تنوټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى . دوه ښځې او يو ماشوم هم د پيښې په ټپيانوکې شامل دي .
د لوګر پوليس وايي: يرغلګر په بار وړونکى موټر چاوديدونکو توکي بارکړي و چې له همدې امله د ولايتي شورا او د اوبو رسولو د ادارې په ګډون د پيښې شاوخوا ودانۍ هم په سلوکې نوي ويجاړې شوې دي.
تر اوسه پورې د دغې پيښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى؛ خو د لوګر پوځي مقامات طالبان د دغه بريد مسوول بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته