ټولنه

په روزګان کې د اووه ټولګيو پروژو کار بشپړ شو

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
په روزګان ولايت کې پرون دڅه د پاسه ١٥٠٠ کورنيو د ملي پيوستون د پروګرام  د ټولګټوم پروژو له اسانتياوو څخه ګټه واخسته .
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه پروژې د نهه  مليونه افغانيو په لګښت  د روزګان ولايت د خاص روزګان او ګيزاب د ولسواليو په مربوطاتوکې بشپړې او دخلکو د استفادې وړ وګرځيدې .
په دغو پروژوکې د ټولنيز مرکز،  پلګوټو او د اوبولګولو د کانالونو جوړول شامل دي.
د ملي پيوستون پروګرام په روزګان ولايت کې د فعاليت له پيل څخه تر اوسه پورې د ١٤٠٧ ټولګټو پروژوکار چې دترانسپورت د اوبو رسولو دشبکې، بريښنا، کانال، زده کړې، دټولنيزو مرکزونو او د ژوندانه برخې پکې  شاملې دي؛ بشپړ او د خلکو د استفادې وړ ګرځولې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته