روغتیا

د پکتيا په ماشومانو د فلج واکسين د تطبيق لپاره هڅه کېږي .

کابل باختر د وري  څوارلسمه :
د پوليو  د عامه پوهاوي په خاطر پرون دپکتيا ولايت دعامې روغتيا رياست په تالار کې  يو ورکشاپ جوړ شو .
دباختراژاس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې: د نړۍ د روغتيايي سازمان استازي په  دې ورکشاپ  کې ګډون کړى دى او له پوليو سره د مبارزې د اغيزمنو لارو چارو په باب به کاروکړي او هڅه به وکړي چې داسې پروګرامونه پيل   کړي چې په پکتيا کې په شرايطو برابر ټول ماشومان دفلج له واکسين څخه ګټه واخلي.
ده وويل ورکشاپ سبا پاى ته رسيږي او له دې  سره جوخت د دغه ولايت په ګوټ ګوټ کې د واکسين د تطبيق پروګرام پيليږي.
ټاکل شوې ده چې د دغه کمپاين په  ترڅ کې څه دپاسه يوسلو نوي زره تنه ماشومان واکسين شي .  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته