امنیت

دهغو افرادونيول کيدل چې په پروان کې په ځينو تاسيساتو دراکټي بريدونو نيت درلود

کابل باختردثور دمياشتي١٥ نيټه :

درې تنه  چې ويل کيږي  په پروان ولايت کې  پرځينو پوځي تاسيساتو  دراکټي بريدونو نيت درلود  دملي امنيت  دځواکونو له خوا ونيول شول.

دغه کسان پرون دچاريکاروښار په مربوطاتو کې نيول شوي دي

درارسيدلو خبرونوله مخې،  دغو کسانو نيت درلود  چې په بګرام کې دامريکايي پوځيانو په پوځي اډې  ،. دجنوبي کوريا دبيارغونې  پرټيم  اوپه چاريکارو ښارکې پرځينو نورو پوځي تاسيساتو راکټي بريدونه وکړي .

دپروان دوالي ويندوى روشنا خالد باختراژانس ته وويل چې  نيول شويو کسانو په خپلو لومړنيو اعتراضونو کې ويلي دي  چې په پاکستان کې دځينو کړيو له  خوا ددغو تروريستي بريدونو دترسره کولو ماموريت درلود.

په دې وروستيو کې دپروان ولايت  چې دافغانستان يو ډير امنيت لروونکي سيمه ګڼل کيده دوسله والو طالبانو دخوځښتونو شاهد دى.

تيره مياشت هم ددغه ولايت  دملي امنيت ځواکونو څوتنه چې  پردولتي اوپوځي تاسيساتو او ددغه ولايت  پروالي بصير سالنګي باندې دبريدنيت درلود ونيول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته